له ډوېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په پېښور کې په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې په کې خوله ور دیني عالم مفتي منیر شاکر وژل شوی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مفتي منیر شاکر دغه چاودنه پرون شنبې د پېښور په ورمړ سیمه کې هغه مهال شوې، چې نوموړی جومات ته د لمانځ ادا کولو لپاره تله.
عیني شاهدانو ويلي بم وار له مخه ځای پر ځای شوی و.
له چاودنې وروسته دی او څلور نور لمونځ کوونکي په ټپي حالت کې نژدې روغتون ته لېږدول شوي وو خو د ډاکټرانو په وینا منير شاکر د سختو ټپو له کبله روغتون کې ساه ورکړه.
د پېښور لېډي ريډېنګ روغتون وياند محمد عاصم په وينا مفتی شاکر ټپي شوي حالت کې روغتون ته وروړل شوی و، او چاودنه کې یې پښه سخته ژوبله شوې وه.
د روغتون وياند په وينا د وينې زياتې کچې بايللو له امله، مفتي منير شاکر روغتون کې سا ورکړه.
مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر وټسپ ګواښونه ورته کېږي، او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي تاڼه کې له نورو بېلګو سره سپارلي وو.
پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي.
ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي.
جمهورخبري آژانس