ټاپي؛ د افغانستان په خاوره کې یې ۱۰کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی

26 حوت 1403 ساعت 10:34

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.


د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دیاد وزارت ویاند همایون افغان په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي چې د هوا په ګرمېدو به د دې نللیکې چارې ګړندۍ شي.

نوموړي زیاته کړې چې تاپي پروژې بشپړول یې لومړیتوب دی او د بشپړېدو د چټکتیا لپاره یې هیلې شته. تاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري بوختیاوې هم برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com