۰

ټاپي؛ د افغانستان په خاوره کې یې ۱۰کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۴
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.
ټاپي؛ د افغانستان په خاوره کې یې ۱۰کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیاد وزارت ویاند همایون افغان په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي چې د هوا په ګرمېدو به د دې نللیکې چارې ګړندۍ شي.

نوموړي زیاته کړې چې تاپي پروژې بشپړول یې لومړیتوب دی او د بشپړېدو د چټکتیا لپاره یې هیلې شته. تاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري بوختیاوې هم برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي