۰

کندوز، د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پله جوړولو چارې پیل شوې

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۲
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د کندوز ولایت اړوند د (ایرگنک سړک) پل چې د کندوز–بلخ پر عمومي لار موقعیت لري د پاتې برخو د رغونې چارې پیل شوې دي.
کندوز، د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پله جوړولو چارې پیل شوې
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د کندوز ولایت اړوند د (ایرگنک سړک) پل چې د کندوز–بلخ پر عمومي لار موقعیت لري د پاتې برخو د رغونې چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دغه پل چې د ۹ میلیونه او ۷۰۵ زره افغانیو په ارزښت یې له خصوصي شرکت سره قراداد شوی، دا مهال یې چارې عملا پیل او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

سرچینې ویلي، دغه پل چې ۴۸.۵ متره اوږدوالی او ۱۲متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې ډېرې پخوا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې وې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې کارونه ځنډېدلي و او د ټولګټو وزارت د کندوز ولایت د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو ته په کتو د دغه پل رغنیزې چارې بیا پیل کړې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کندوز – بلخ پر لویه لار د تلونوکو مسافرو د تګ راتګ شته ستونزې هوارې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي