۰

نورستان کې ۱۱ زره هکتاره څړځایونه بيا رغول شوي

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۸
د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او موسسو لخوا په بېلابېلو ولسواليو کې ١١ زره هکتاره څړځایونه، چې د واورې د ښويدنې او سېلابونو له امله له منځه تللي وو بيارغول شوي دي.
نورستان کې ۱۱ زره هکتاره څړځایونه بيا رغول شوي
د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او موسسو لخوا په بېلابېلو ولسواليو کې ١١ زره هکتاره څړځایونه، چې د واورې د ښويدنې او سېلابونو له امله له منځه تللي وو بيارغول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نورستان سرپرست والي زين العابدين عابد ویلي، چې د دغه ولایت د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ ٢٥٠٠ هکتاره نور ځنګلونه په بېلابېلو برخو کې رغول شوي دي.

نوموړي ویلي، د دې ترڅنګ یې د اوبو حوزونه جوړ کړي او ۲۵زره مالدارانو ته یې مرکز او ولسوالیو کې حیواني خوراکي توکي هم وېشلي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي