۰

ننګرهار کې د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۶
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي.
ننګرهار کې د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن ویلي چې د کرني وزارت په مالي ملاتړ د ۱.۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په بهسود، حصارک، سره رود، چپرهار، لعلپوره او مومندرې ولسوالیو کې پر لس جریبه ځمکه د موتیا ګلانو نمایشي قطعې جوړې شوې دي.

د نوموړي په وینا چې هره نمایشي قطعه ۱۰۰۰ بوټي، کرنیز وسایل، تخمونه او سپینه کیمیاوي سره لري، چې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټور ثابتېدای شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي