۰

د طالبانو د کرنې مرستیال وزیر د هرات له والي سره وکتل

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال وزیر د هرات ولایت لپاره د دې ډلې له والي سره وکتل او د خصوصي شرکتونو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د کرنې مرستیال وزیر د هرات له والي سره وکتل
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال وزیر د هرات ولایت لپاره د دې ډلې له والي سره وکتل او د خصوصي شرکتونو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د هرات لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر نن، یکشنبه (د کب ۲۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني له اسلام جرار سره ولیدل او خپل کاري پلان یې شریک کړ.

هغه د هرات له والي سره د هرات د مسلخ د ستونزو د حل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فابریکو لکه پنبه، ربړ او نورو کورنیو محصولاتو لپاره د لا زیاتو ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام جار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارونو د پرمختګ په برخه کې د سیمه ییزې ادارې ملاتړ او بشپړه همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي