هندي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د هند رسنۍ انډیا راپور ورکړی چې سراج الدین حقاني په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د غیر حاضر مشر، هیبت الله اخوندزاده، د پالیسیو سخت منتقد ګرځیدلی دی، او هغه د طالبانو له مشر سره د ښځو د زده کړې د بندیز، د طالبانو د بهرني سیاست او د ډلې د حکومتولۍ د سټایل په اړه ژور اختلافات لري.
رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې حقاني په دې وروستیو کې د درملنې لپاره یوه بهرني هیواد ته سفر وکړ او کابل ته له راستنیدو وروسته یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست، د دې ډلې د مختلفو ډلو ترمنځ سیالي زیاته شوې ده.
شنوونکي دې رسنۍ ته وايي چې د حقاني شبکه او د طالبانو نورې ډلې په حکومت کې د نفوذ په اړه سخت اختلافات لري، او د سراج الدین حقاني استعفا د دې داخلي کړکېچ د ژورېدو نښه ده.
په راپور کې د کارپوهانو په حواله ویل شوي چې د طالبانو په مشرتابه کې داخلي کړکېچونه خپل اوج ته رسیدلي او دا توپیرونه احتمال لري چې د ډلې د حکومتولۍ جوړښت کمزوری کړي.
د دوی په وینا، د حقاني او اخوندزاده ترمنځ د مهمو پالیسیو په اړه اختلافات، په ځانګړې توګه له نړۍ سره د اړیکو او د ښځو په وړاندې د چلند په اړه، د دې بحران اصلي لاملونه دي.
د طالبانو ډلې تر اوسه د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
جمهورخبري آژآنس