فراه کې په ۱۳۴ جريبه ځمکه معیاري تفريحي پارک جوړېږي

25 حوت 1403 ساعت 11:27

د فراه ولایت سیمه ییزه چارواکو خبر ورکړی، چې له ځینو نورو اړوندوه ادارو سره په ګډه غواړي په مرکز کې یو لوی تفریحي پارک جوړ کړي.


د فراه ولایت سیمه ییزه چارواکو خبر ورکړی، چې له ځینو نورو اړوندوه ادارو سره په ګډه غواړي په مرکز کې یو لوی تفریحي پارک جوړ کړي.

د فراه ښاروال سردار محمد مرصاد ویلي چې د ښاروالۍ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو په هلوځلو او د يوې منلې هوکړې له مخي د نوروزي سړک په سلطان مير سيمه کې غره ته څېرمه له کرنې رياست څخه شاوخوا ۱۳۴ جريبه ځمکه بېله کړې، چې د خصوصي سکتور له لارې او د ځانګړي پلان له مخې به په نږدې راتلونکي کې پرې معياري تفريحي پارک جوړ شي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دغه تفريحي پارک به د جومات، لوبو ډګرونو، خوړنځایونو او ناستې غرفو درلودونکی هم وي.

بل خوا ښاري اوسيدونکي هم د ښاروالۍ رياست د دغه اقدام او پلان تود هرکلی کوي او وايي چې دغه پارک به د ځوانانو د ساتېرۍ ترڅنګ د دوی لپاره ارام چاپيریال هم رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com