بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

25 حوت 1403 ساعت 11:23

د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ګډون په يو شمير هېوادونو کې د شري ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کړې ده.


د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ګډون په يو شمير هېوادونو کې د شري ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم ويلي،  چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه يو ماشوم په شري د اخته کېدو له کبله مړ کيږي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې د دې سازمان له ملاتړه برخمنو دريو روغتونو کې په شري د اخته مراجعه کوونکو د شمژر د ډېرېدو راپور ورکړی.

د بې پولې ډاکترانو د شمېرو پر بنسټ چې د مراز شريف او هرات له حوزوي او د هلمند د بست د ولایتي روغتونو څخه یې راټولې کړي دي، په تېر میلادي کال کې هره ورځ يوه ماشوم د شري له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com