۰

بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

شنبی ۲۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ګډون په يو شمير هېوادونو کې د شري ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کړې ده.
بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي
د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ګډون په يو شمير هېوادونو کې د شري ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم ويلي،  چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه يو ماشوم په شري د اخته کېدو له کبله مړ کيږي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې د دې سازمان له ملاتړه برخمنو دريو روغتونو کې په شري د اخته مراجعه کوونکو د شمژر د ډېرېدو راپور ورکړی.

د بې پولې ډاکترانو د شمېرو پر بنسټ چې د مراز شريف او هرات له حوزوي او د هلمند د بست د ولایتي روغتونو څخه یې راټولې کړي دي، په تېر میلادي کال کې هره ورځ يوه ماشوم د شري له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي