۰
ډبلیو اېف پي:

تورخم کې پر خوراکي توکو بار ۵۰ لارۍ هم ایسار پاتې دي

شنبی ۲۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۱
د تورخم بندر د تړل کېدو دوه ویشت ورځې پوره شوې. خو تر اوسه د سرپرست حکومت او د پاکستان استازو ترمنځ مذاکراتو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
تورخم کې پر خوراکي توکو بار ۵۰ لارۍ هم ایسار پاتې دي
د تورخم بندر د تړل کېدو دوه ویشت ورځې پوره شوې. خو تر اوسه د سرپرست حکومت او د پاکستان استازو ترمنځ مذاکراتو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله یې پر خوراکي توکو بار۵۰ لارۍ د تورخم هغې غاړې ته په پېښور کې اېسارې پاتې دي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافي ویلي، چې تورخم بندر د فېبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلی دی. زرګونه لارۍ دواړو لورو ته درول شوي، چې په دې کې د خوړو نړۍوال پروګرام نږدې ۵۰ لارۍ هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر هغه وخته به تورخم بندر خلاص نه کړي، تر څو چې د طالبانو له لوري د تاسیساتو جوړول ونه درول شي.

جمهورخبري آزانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي