په غور ولایت کې د طالبانو د الفاروق قول اردو لوا اعلان کړی چې د دې ډلې جنګیالیو په غور کې ځینې پوځي تجهیزات کشف کړي دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، په غور ولایت کې د طالبانو د الفاروق قول اردو د دوهمې لوا د رسنیو دفتر نن (د کب ۲۵ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د قول اردو په عملیاتو کې یو اندازه پوځي تجهیزات کشف او ضبط شوي دي.
طالبانو ویلي چې په نیول شویو پوځي تجهیزاتو کې د روسیې ۷۵ ملي میتره کامرې، د ورځې کامرې، یو M4 ټوپک، یو کلاشینکوف ټوپک، یو ګریپ، یو ایګیس ټوپک، د سوریې د ټیلیفون ماشین، او دوه د توپ ماشینونه شامل دي.
طالبانو د دې قضیې په تړاو یو کس نیولی دی.
جمهورخبري آژانس