۰

په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیونه سیم کارتونه ثبت شوي دي

شنبی ۲۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۱
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د مخابراتي شرکتونو نږدې ۱۸ میلیونه سیم کارتونه یې په قانوني توګه ثبت کړي دي.
په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیونه سیم کارتونه ثبت شوي دي
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د مخابراتي شرکتونو نږدې ۱۸ میلیونه سیم کارتونه یې په قانوني توګه ثبت کړي دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د مخابراتو، ټکنالوژۍ او معلوماتو وزارت لپاره د طالبانو ویاند عنایت الله الکوزي نن، شنبه (د کب ۲۵مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو د ثبتولو د پروسې په دوام کې، نږدې ۱۸ میلیونه سیم کارتونه په قانوني توګه ثبت شوي دي.

طالبانو لیکلي چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۲۶ میلیونه سیم کارتونه شتون لري، چې له دې ډلې نږدې ۱۸ میلیونه یې د طرزالعمل له مخې ثبت شوي دي، او د پاتې سیم کارتونو د قانوني ثبتولو پروسه هم روانه ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي