۰

د افغانستان او ایران اتباع به امریکا ته له ننوتلو منع شي

شنبی ۲۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۸
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د لسګونو هیوادونو پر اتباعو د پراخو سفري محدودیتونو لګولو په اړه غور کوي.
د افغانستان او ایران اتباع به امریکا ته له ننوتلو منع شي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د لسګونو هیوادونو پر اتباعو د پراخو سفري محدودیتونو لګولو په اړه غور کوي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، امریکايي رسنیو د شنبې په ورځ (د کب ۲۵ مه) راپور ورکړ چې که دا پلان پلي شي، د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو اتباع به ونه شي کولی چې امریکا ته سفر وکړي.

پریکړه لا نهايي شوې نه ده، خو د هغو یادښتونو پر بنسټ چې هغه لیدلي دي، د ۴۱ هیوادونو پر اتباعو محدودیتونه لګول شوي دي.

د دې راپورونو له مخې، د امریکا د ډیپلوماټیکو او امنیتي چارواکو لخوا چمتو شوی وړاندیز شوی لیست هیوادونه په دریو کټګوریو ویشي.

په سور لیست کې ۱۱ هیوادونه شامل دي چې اتباع به یې په بشپړ ډول متحده ایالاتو ته له ننوتلو منع شي.

دا هیوادونه عبارت دي له: افغانستان، ایران، بوتان، کیوبا، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریه، وینزویلا او یمن.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي