د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه ډله نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تورنو کسانو په نیمروز، څېرمه ولایتونو او لویو لارو کې یې له خلکو موټر غلا کول او نورو ولایتونو او حتی ګاونډیوهېوادونو ته يې لېږدول.
د نیمروز والي، محمد قاسم خالد وايي: هغوی دغه موټرې غلا کړې وې او بیا یې په هلمند، کندهار، پکتیا او غزني کې پر څو کسانو پلورلې وې. له دغو موټرو یو په خوست او بل په کندوز کې موندل شوی دی.
له دغو غلو پنځلس موټر ترلاسه شوي، خو د نیمروز د سیمهییزو مسوولینو په خبره دغو کسانو زیات موټر غلا کړي او څو لاسه پلورل شوي دي.
دوی ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه به له دغو غلو ټول غلا کړي موټر بېرته راستانه کړي.
د نیمروز د امنیې قومندانۍ ویاند، گل احمد قدرت وايي، په تېر یوه کال کې، ۱,۴۷۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د نیمروز د امنیې قومندانۍ د جنایي مدیریت له لوري نیول شوي دي. له دغې ډلې، ۴۳۰ کسان د غلا، ۱۲۶ کسان د شخصي شخړو او پاتې نور د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي."
د نیمروز د سیمهییزو مسوولینو په خبره امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د غلاوو او جرمونو مخنیوي په پار ترسره شویو عملیاتو کې سلګونه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې له امله یې د جرمونو ګراف را ټیټ او امنیت ښه شوی دی.
جمهورخبري آژانس