د جرمني د استخباراتي سازمان رییس برونو کال له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دغه سازمان د طالبانو د سرپرست حکومت سره د تعامل د رامنځته کېدو پر څرنګوالي کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برونو کال په وینا، دوی له افغانستانه داسې معلومات راټولوي، چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په تړاو د دغه حکومت له پرېکړې سره مرسته کوي.
د جرمني د استخباراتي سازمان رییس په دې هکله ویلي:«موږ د یوې استخباراتي ادارې په توګه باید مهم معلومات راټول کړو، څو فدرالي حکومت مناسبې پرېکړې وکړي. دا هماغه کار دی، چې موږ یې د نړۍ له دې برخې، یعنې افغانستان سره هم کوو. وروسته بیا فدرالي حکومت باید پرېکړه وکړي، چې له اوسنيو واکمنو سره څنګه تعامل یا چلند ولرو.»
د جرمني د استخباراتي سازمان رییس دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې تر دې وړاندې د دغه هېواد ځينو سیاستوالو وړاندیز کړی و، چې برلین باید په جرمني کې د مېشتو افغان کډوالو په تړاو له اوسني حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس