ایراني شرکتونه افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې پانګونه کوي

22 حوت 1403 ساعت 11:20

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د “ایران ترانسفو” په نوم د الماني – ایراني شرکتونو ټولګې له مسوولینو سره کتلي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د “ایران ترانسفو” په نوم د الماني – ایراني شرکتونو ټولګې له مسوولینو سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د یادو شرکتونو مسوولینو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو، د انرژۍ شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

ورته مهال منصور هم د یادو شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او ورته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com