د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د “ایران ترانسفو” په نوم د الماني – ایراني شرکتونو ټولګې له مسوولینو سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د یادو شرکتونو مسوولینو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو، د انرژۍ شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.
ورته مهال منصور هم د یادو شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او ورته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس