۰

اروپايي ټولنې له ۶۰۰ څخه زیاتو افغان میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۱
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر اعلان وکړ چې د ۶۰۰ افغان ښځو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
اروپايي ټولنې له ۶۰۰ څخه زیاتو افغان میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر نن، چهارشنبه (د کب ۲۲مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د مهاجرت نړیوال سازمان سره په همکارۍ د زیان منونکو افغان ښځو او نجونو د ساتنې ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي ۹،۳۳۱ بې اسناده راستنیدونکو چې د تاوتریخوالي له خطر سره مخ وو د قضیې مدیریت مرسته ترلاسه کړه.

اروپايي ټولنه د دوی هوساینې او ساتنې ته لومړیتوب ورکوي، او بې ځایه شوې، کډوالې او راستنې شوې ښځې یو ثابت عاید ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې پروګرامونه د بې ځایه شویو افغان میرمنو لپاره دوامداره سوداګرۍ رامینځته کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې اروپايي ټولنې د ښځو په مشرۍ د ۲،۹۵۴ سوداګرۍ ملاتړ کړی او ۶۳۸ میرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې موږ د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوو.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي