۰

تورخم دروازه؛ الکوزی وایي دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د تورخم دروازې تړلو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارې بندیدل، مستقیم او غیر مستقیم زیانونه لري.
تورخم دروازه؛ الکوزی وایي دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي
د تورخم دروازې تړلو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارې بندیدل، مستقیم او غیر مستقیم زیانونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکوزي ویلي، چې ډیری لارۍ د فرضي کرښې باندې په ټپه ولاړې دي چې دواړو خواو کې سوداګر تاوان ګالي او غیر مستقیم تاوان دا دی چې د توکو بیې لوړیږي او په خلکو باندي فشار زیاتیږي.

الکوزي ویلي، د ننګرهار او پیښور سوداګرو او قومي مشرانو په خپلو منځو کې خبري کړي او دې موافقې ته رسیدلي چې دا لاره دواړو خواو ته ډیره مهمه ده.

په داسې حال کې چې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې بیا خبر ورکړی، چې افغان سوداګرو او قومي مشرانو له پاکستاني سوداګرو او قبایلي مشرانو سره د تورخم لارې پر بيا پرانیستو ناستې کړې، خو تر دې دمه يې پایله نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي