د جرمني راتلونکی لومړی وزیر د پناه‌غوښتونکو د منلو پروګرامونه بندوي

20 حوت 1403 ساعت 10:39

د راپورونو له مخې د جرمني راتلونکي احتمالي لومړي وزیر فریدریش مرتڅ ویلي، چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د افغانستان په ګډون د پناه‌غوښتونکو د منلو پروګرام بند کړي.


د راپورونو له مخې د جرمني راتلونکي احتمالي لومړي وزیر فریدریش مرتڅ ویلي، چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د افغانستان په ګډون د پناه‌غوښتونکو د منلو پروګرام بند کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دویچه ویله تیره ورځ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې مرتڅ د راتلونکي حکومت له شریکانو سره په خبرو کې د ناقانونه کډوالۍ په جدي توګه د کمولو هوکړه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد بې له قانوني اسنادو کډوال چې پکې پناه غوښتونکي هم دي، له خپلو سرحدونو بېرته ستنوي.

هغه زیاته کړې چې د داوطلبانه منل کېدو پروګرامونه د بېلګې په توګه له افغانستان څخه پای ته رسوي او هېڅ نوی پروګرام به پیل نه کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com