د راپورونو له مخې د جرمني راتلونکي احتمالي لومړي وزیر فریدریش مرتڅ ویلي، چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د افغانستان په ګډون د پناهغوښتونکو د منلو پروګرام بند کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دویچه ویله تیره ورځ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې مرتڅ د راتلونکي حکومت له شریکانو سره په خبرو کې د ناقانونه کډوالۍ په جدي توګه د کمولو هوکړه کړې ده.
نوموړي ویلي چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد بې له قانوني اسنادو کډوال چې پکې پناه غوښتونکي هم دي، له خپلو سرحدونو بېرته ستنوي.
هغه زیاته کړې چې د داوطلبانه منل کېدو پروګرامونه د بېلګې په توګه له افغانستان څخه پای ته رسوي او هېڅ نوی پروګرام به پیل نه کړي.
جمهورخبري آژانس