پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د پاکستان سرحدي ځواکونو او د طالبانو ډلې په تورخم بندر کې د دوه ورځني اوربند موافقه وکړه.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰ مه) وویل چې پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو د اونیو جګړو وروسته پرون په تورخم کې د دوه ورځني اوربند موافقه وکړه.
دا موافقه د تورخم په پوله کې د مشرانو په یوه غونډه کې وشوه، چې د دواړو خواوو قومي مشرانو پکې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې یو کس ووژل شو، څو تنه ټپیان شول او په سلګونو کورنۍ د دواړو خواوو څخه بې ځایه شوې.
جمهورخبري آژانس