د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق له مشر سره وکتل او د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د دفتر مشرې کوابینا اسانتي سره ولیدل.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو په افغانستان کې د روغتیایی مرستو د ښه مدیریت، د روغتیایی سیسټم پیاوړتیا، د ګرځنده روغتیایی ټیمونو د اغیزمنتوب او په ثابتو مرکزونو د هغوی د بدلون، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیایی خدماتو وړاندې کولو او د لومړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو پلي کولو په اړه بحث وکړ.
د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو د اغیزمنتوب او موثریت لپاره، مولوي نور جلال جلالي د ګرځنده ټیمونو د دایمي مرکزونو په بدلولو، د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو او د شته نړیوالو مرستو په ښه مدیریت ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس