د طالبانو د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي پروګرام پیل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پروګرام په پرانیست غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال ډاکټر زين العابدين عابد، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې دغه اداره په پام کې لري د راتلونکي لمریز کال په بهير کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۶ ميليونه نيالګي کېنوي او د پلان له مخې، تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به تر ۲۰۰ ميليونه مثمر او غیر مثمر نيالګي د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې کېنول شي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د سرسبزۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره پلان لري د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.
جمهورخبري آژانس