د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه راتلونکې اونۍ کې جوړېږي

16 حوت 1403 ساعت 11:37

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړه شي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړه شي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) چارواکو نن سهار پنجشنبې  (د کب ۱۶ مه) د دې سازمان په فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به د راتلونکې اونۍ د مارچ په ۱۰مه، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت د بیاکتنې سربیره، د امنیت شورا غړي به په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو یا پای ته رسولو په اړه هم بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180670

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180670/

جمهور
  https://www.jomhornews.com