د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډه يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ويلي، تېره شپه ( د کب ۱۵ مه) دوه چاودنې د بنو چاوڼۍ يا لښکر کوټ دننه شوې دي.
د چارواکو په وینا، چاودنې ډېرې زورورې وې چې له کبله يې په شاوخوا سیمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې شوې او ملکي وګړو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاوڼۍ دننه کړي. داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې امنیتي ځواکونو ځینې بریدګر چاوڼۍ ته د ننوتلو پر مهال په ډزو ويشتلي دي.
د اې پي خبري اژانس په وینا، یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې "دوو ځانمرګو بریدګرو د پراخې پوځي سیمې دیوال ته څېرمه چاودنه وکړه او د دیوال له نړېدو وروسته، له پنځو تر شپږو نورو بریدګرو هڅه وکړه چې چاوڼۍ ته ننوځي، خو له منځه یوړل شول."
د دغو چاودنو په پایله کې، چاوڼۍ ته څېرمه کورونه هم سخت زیانمن شوي.
د راپورونو له مخې، د "جیش الفرسان محمد" په نامه یوې وسله والې ډلې د چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی دی او وايي په دې بريد کې يې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي دي خو دا لا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.
دغه ډله د اورپکې حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړاو لري چې په تېرو وختونو کې يې هم د اورپکو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د بنو یوه روغتیایي چارواکي محمد نعمان په وينا، د ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټپیانو ته سملاسي طبي مرستې ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس