د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د ګټې اخیستنې طرحه وړاندې شوې

15 حوت 1403 ساعت 9:28

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري د قوش‌تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې د طرحې د وړاندې کولو په تړاو د دغه وزارت له لوري په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د دغه کانال په شاوخوا ځمکو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او د مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي.

د جمهور آژانس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې غونډه کې د ښار او کور جوړولو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت سرپرستانو، د چارو ادارې رییس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې دغه طرحه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري چمتو او د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180635

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com