بدخشان کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې

14 حوت 1403 ساعت 9:44

د بدخشان ولایت ځایي چارواکو وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.


د بدخشان ولایت ځایي چارواکو وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د  ۲۸ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان د فیض اباد ښاروال ویلي، چې د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به د یاد ولایت یوشمېر وګړو ته د کار زمین برابره شي او په دې سره به د ښاروالۍ عواید زیات شي.

هغه زیاته کړې دغه سوداګریز مرکز مارکېټ به دوکانونه، کرایي خونې او هوټل ولري.

ورته مهال د یادې پروژې د ساختماني برخې مسوولینو ویلي، چې دا مارکېټ به په څلورو پوړونو کې پر ۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شي او چارې به یې د ۷ میاشتو په مودهکې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس



 


د مطلب کود: 180608

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180608/

جمهور
  https://www.jomhornews.com