۰

بدخشان کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۴
د بدخشان ولایت ځایي چارواکو وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
بدخشان کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې
د بدخشان ولایت ځایي چارواکو وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د  ۲۸ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان د فیض اباد ښاروال ویلي، چې د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به د یاد ولایت یوشمېر وګړو ته د کار زمین برابره شي او په دې سره به د ښاروالۍ عواید زیات شي.

هغه زیاته کړې دغه سوداګریز مرکز مارکېټ به دوکانونه، کرایي خونې او هوټل ولري.

ورته مهال د یادې پروژې د ساختماني برخې مسوولینو ویلي، چې دا مارکېټ به په څلورو پوړونو کې پر ۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شي او چارې به یې د ۷ میاشتو په مودهکې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي