۰

سیاف له طالبانو وغوښتل چې د حل و عقد شورا جوړه کړي

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د هېواد یو جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر طالبانو غږ کړی چې د ټاکنو د ترسره کولو پر ځای د جوړجاړي ( حل و عقد) شورا جوړه کړي.
سیاف له طالبانو وغوښتل چې د حل و عقد شورا جوړه کړي
د هېواد یو جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر طالبانو غږ کړی چې د ټاکنو د ترسره کولو پر ځای د جوړجاړي ( حل و عقد) شورا جوړه کړي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، عبدالرب رسول سیاف د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) ایران ته د سفر پر مهال یوې ایرانۍ رسنۍ ته وویل چې د طالبانو رژیم مشروعیت نه لري او د خلکو استازي باید د مشر په ټاکلو کې برخه واخلي.

سیاف وویل چې د حل لارې شورا باید جوړه شي چې د ولسوالیو او ولایتونو د خلکو استازي پکې شامل وي ترڅو د هیواد مشر وټاکي.

هغه زیاته کړه چې که شورا مشر وټاکي، خلک به ورسره بیعت وکړي، او ویې ویل چې طالبانو داسې کار نه دی کړی.

سیاف وویل چې د برهان الدین رباني حکومت د جوړجاړي شورا پر بنسټ ولاړ و، چې مذهبي اساس یې درلود.

هغه زیاته کړه چې دوی په دې اساس د طالبانو په وړاندې د استاد رباني د حکومت دفاع وکړه.

سیاف د ایران رسنۍ "عرف" ته وویل چې که طالبان هم ورته چلند غوره کړي، نو دوی به یې مخالفت ونه کړي او د شورا پریکړه به ومني، حتی که دوی پخپله په شورا کې شتون ونه لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي