۰

په پاکستان کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۸
پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.
په پاکستان کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو
پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.

د جمهور اژانس د خبر له مخې جیو نیوز نن سهار سې شنبه (د کب ۱۴مه) د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې تېره اونۍ په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو.

د پاکستاني رسنیو په وینا، دا کس مجیب الرحمن نومېده چې د منصور په نوم پیژندل کېده او د فبروري په ۲۸مه د غلام خان کلی په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

په دې عملیاتو کې ۱۳ نور وسله وال هم ووژل شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي