کندهار کې د ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

13 حوت 1403 ساعت 10:35

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې د څه باندې ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت د يوې پروژې چارې پیل شوې دي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې د څه باندې ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت د يوې پروژې چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ياد وزارت د مالوماتو له مخې؛ د کندهار د لوړ میوند ولسوالۍ په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، اته پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو د جوړولو پروژې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه ۱۸۲ زره افغانیو په لګښت پيل شوې.

ياد کانال د ۷ کیلومتره او استنادي دېوال د ۶۳ متره په اوږدوالي جوړېږي او چارې به یې د اته میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

سرچینې ویلي، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ، د کرنې په برخه کې د خلکو ستونزې به هوارې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com