۰

بامیانو کې د واورې او توپان له امله ډیری مواصلاتي لارې تړل شوې

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۲
د بامیانو ولایت ډېری لارې د سختې واورې او توپان له امله له نورو ولایتونو او ۷ ولسوالیو سره تړلې دي.
بامیانو کې د واورې او توپان له امله ډیری مواصلاتي لارې تړل شوې
د بامیانو ولایت ډېری لارې د سختې واورې او توپان له امله له نورو ولایتونو او ۷ ولسوالیو سره تړلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بامیانو ولایت ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې قوناق کوتل چې د بامیان او دایکندي ترمنځ ده هم تړل شوی دی. دغه راز په یاد ولایت کې ګڼې نورې لارې هم تړل شوې دي.

ځایي چارواکو پر دې لار له تلونکو کسانو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لار له تګ‌راتګه ډډه وکړي.

له دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال ژمی د واورې ورېدو له امله د هېواد ګڼې لویې لارې په تېره بیا د بامیانو او سالنګونو لویې لارې د ترافیکو پرمخ بندېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي