۰

افغانستان د غنمو تولید له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ یې یوه کاري ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د کروندګرو ملاتړ او د بدیلو کښتونو ورکړه ده چې په دې برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې دوام لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عثماني وایي چې افغانستان په کال کې۷ مېلیونه ټنه غنمو اړتیا لري او زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې په کال کې ۵ مېلیونه ټنه غنم تولیدیږي او هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د حبوباتو تولید هم له ۹۶ زره ټنو ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې رامنځته شویو ستونزو ته په پام سره، هیله مندي ښیي چې د افغانستان ګاونډیان به د افغانستان د صادراتو لپاره غوره زمینې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي