د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر سولې او پایېدونکي پرمختګ ټينګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغې اعلامیه کې راغلي، چې قطر په خبرو کې د بشري حقونو د مسئلې د شاملولو او د سولې په بهیر کې د ښځو پر مشارکت ټینګار کوي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو ادارې دریم سکرتر مشعل المنصوري د سویس په جنیوا کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پراختیا لپاره مالي او تخنیکي سرچینې برابرې کړي.
هغه د دې سربېره، د افغانانو د کړاوونو د کمښت لپاره د قطر پر بشري مرستو هم ټينګار کړی دی.
په قطر کې د طالبانو سفیر د قطر د بشري مرستو د دوام تر څنګ ویلي، چې پراختیایي پروګرامونه او بشري مرستې د افغانستان د ثبات او د بېوزلۍ د کمښت لپاره مهم رول لري.
جمهورخبري آژانس