طالبان: داود خان روغتون نور د ملکي ناروغانو لپاره هم بستر لري

12 حوت 1403 ساعت 9:14

د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار ویلي، چې د سردار محمد داود خان روغتون ولسي خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسېدو په موخه یو کاري وخت په پام کې نیولی.


د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار ویلي، چې د سردار محمد داود خان روغتون ولسي خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسېدو په موخه یو کاري وخت په پام کې نیولی.

 د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی وايي، د هغو ولسي خلکو لپاره چې درملنه یې په نورو هېوادونو کې په لوړه بیه ترسره کېده اوس مهال په دغه روغتون کې په ډېر کم لګښت او معیاري ډول ترسره کېږي.

ډاکټر احرار زیاته کړې، چې په سردار داود خان روغتون کې اوس د مازدیګر له ۴ د ماخوستن تر ۱۰ بجو پورې د ولسي خلکو درملنه ترسره کیږي چې په موخه یې کادرونه او متخصصین جذب شوي دي.

نوموړی وایي، خلکو ته د ښو روغتیايي خدماتو د رسېدو په برخه کې معیاري طبي تجهیزات او مسلکي پرسونل لري او په دې برخه کې د یاد وزارت له لوري پوره چمتوالی نیول شوی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com