د
تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اونۍ اوړي، خو لا یې هم د خلاصېدو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، له دې امله دواړو خواوو ته مسافر او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو شمېر مسافر وايي، ناروغان یې په سخت وضعیت کې دي.
سوداګر هم دوی ته د درنو تاوانونو د اوښتلو خبره کوي.
پاکستاني لوري د تېرې اونۍ د شنبې ورځې په سهار د سرپرست حکومت لخوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.
جمهورخبري آژانس