د هیواد په ځینو ولایتونو کې له نن څخه تر سه شنبې د واورو اټکل شوی

12 حوت 1403 ساعت 9:10

د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په هیواد کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اټکل له مخې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.

سرچینې ویلي، چې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات شوی دی.

په خبر پاڼه کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com