د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکمیات پیل شول

9 حوت 1403 ساعت 9:23

د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکیماتو پروژه د تخار په درقد ولسوالۍ کې پیل شوه.


د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکیماتو پروژه د تخار په درقد ولسوالۍ کې پیل شوه.

د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس په خبره په پام کې ده چې دغه پروژه تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړه شي.

د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس، سید غلام مشواڼی په دې اړه وايي: "ان‌شاءالله، د دې پروژې کار به په لسو میاشتو کې بشپړ شي. لګښت یې د اسلامي امارت له بودجې تمویلیږي او ۶۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی."

بل پلو د تخار د درقد ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې د اوبو راپورته کېدو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه زیانمېږي او ددغې پروژې له پلې کېدو هرکلی کوي.

د دغې پروژو د چارو پیل سره ځینو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مسوولین وايي د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د اوبو راپورته کېدو له ګواښ څخه خوندي شي. 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com