۰

ټرمپ: موږ باید طالبان له امریکايي پوځي تجهیزاتو بې وسلې کړو

پنجشنبه ۹ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن باید له افغانستان څخه پاتې امریکايي وسلې وباسي.
ټرمپ: موږ باید طالبان له امریکايي پوځي تجهیزاتو بې وسلې کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن باید له افغانستان څخه پاتې امریکايي وسلې وباسي.

د جهمور اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نن سهار، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۹ مه) د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هغه د چین سره د نږدېوالي له امله د بګرام اډه د ساتلو اراده لري، خو بایډن دا اډه له لاسه ورکړه.

ټرمپ وویل: موږ غوښتل ووځو، خو موږ به بګرام وساتو - د افغانستان له امله نه، بلکې د چین له امله، ځکه چې دا د هغه ځای څخه چې چین خپل اټومي توغندي جوړوي، دقیقا یو ساعت لرې دی. نو، موږ باید بګرام وساتو. موږ باید په بګرام کې یو کوچنی ځواک ولرو. راځئ چې د بګرام هوايي اډه وساتو.

هغه وویل چې طالبان د امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات پلوري.

ټرمپ وویل چې موږ په لومړي ځای کې یو، دوی (طالبان) په دوهم یا دریم ځای کې دي. آیا ته پرې باور کولای شې؟

هغه وویل چې له افغانستان څخه د امریکا ناسم وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅول چې پر اوکراین برید وکړي.

د ټرمپ په وینا، متحده ایالاتو په افغانستان کې د لسګونو ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پریښودل.

ټرمپ ټینګار وکړ چې که طالبان امریکایي وسلې واشنګټن ته وسپاري نو له افغانستان سره به د امریکا مرستې دوام ومومي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي