۰

کرکټ: افغانستان په اتلانو جام کې انګلستان ته ماته ورکړه

پنجشنبه ۹ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د کرکټ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان ملي لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
کرکټ: افغانستان په اتلانو جام کې انګلستان ته ماته ورکړه
د کرکټ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان ملي لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون چهارشنبې د کب ۷ مه ماسپښين مهال یوه بجه د پاکستان د لاهور په میدان کې د افغانستان بچې په ګټلو او لومړۍ توپ وهنې سره پیل شوه د شپې لس بجې د افغانستان په بري سره پای ته ورسېده.

افغان ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۵ منډې وکړې او انګلنډ لوبډلې ته یې د ۳۲ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبغاړو له لوري ابراهیم ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۷۷ منډې یې وکړې.
 
حشمت شهیدي، عظمت الله عمرزي او محمد نبي هر یوه څلوېښت څلوېښت منډې جوړې کړې او هدف یې تر ۳۲۵ پورې ورساوه.

د لوبې په دویمه پاڼې کې د انګلنډ لوبغاړو پیل خورا ښه و او داسې معلومېده چې لوبه په اسانۍ سره وګټي، خو د افغان توپ اچوونکو له خوا د لوبې په وروستیو اورونو کې راکنټرول کړای شول.

عظمت الله عمرزي سره له دې چې ۴۰ منډې یې هم کړې وې په توپ اچونه کې د انګلنډ لوبډلې د ملاتیر ورمات کړ او پنځه مهم لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز محمد نبي دوه، راشد خان او فاروقي بیا یو یو لوبغاړی له ډګره بهر کړل.

انګلستان لوبډلې د لوبې په ۵۰ اور کې د ۳۱۸ منډو په کولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه یې د ۸ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
 
انګلستان په دې بایللو سره د اتلانو جام سیالیو سره بهر شو خو افغانستان نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس نور هم تر لاسه کړ.
 
افغان لوبډله سبا جمعه د کب ۱۰ مه د استرالیا سره لوبه لري او که انشاالله دغه لوبه وګټي نو نیمه پایلوبې ته به ووځي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي