د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل د «اوبو په نړۍوال کنفرانس کې» په نړۍ کې د اوبو د کچې کمښت ته په پام سره ویلي، چې دغه کړکېچ د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي همدارنګه ویلي، چې دمګړۍ د ټولو مسوولیت دی چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره له هرې ممکن لارې کار واخلي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه:«اوس زموږ او تاسې ګډ مسوولیت دی، چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د هېواد د ملي اوبو د غوره مدیریت لپاره د پایښت لرونکي پرمختګ د اصل په نظر کې نیولو سره، خپل ملي مسوولیت په سمه توګه ادا کړو.»
دغه کنفرانس د درې ورځو لپاره د لوړو زدهکړو وزارت او د پوليتخنیک پوهنتون له لوري د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت، تر ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې او له اوبو په سالمه توګه د ګټې اخیستنې او د هغو د ککړتیا د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.
په دغه کنفرانس کې ځینو ګډونوالو چې په افغانستان کې یې له اوبو د غوره ګټنې په تړاو علمي مقالې وړاندې کړې، ټینګار وکړ چې داسې کنفرانسونه کولای شي د اکوسیسټم په ساتنه کې اغېزناک رول ولري.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې پر حکومتي چارواکو سربېره، د نړۍوالو سازمانونو استازو، د معتبرو بهرنیو پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د اوبو د مدریت د برخې متخصصینو ګډون کړی و او ۱۳۵څېړنیزې مقالې یې وړاندې کړې.
جمهورخبري آژانس
جمهورخبري آژانس