۰

د ملګرو ملتونو کارپوهان د افغانستان په تړاو نارسمي غونډه جوړوي

سی شنبه ۷ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۲
د ملګرو ملتونو کارپوهان به د روانې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو غونډه کې، د سولې، امنیت او اقلیمي بدلونونو موضوع‌ګانې وارزوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان د افغانستان په تړاو نارسمي غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو کارپوهان به د روانې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو غونډه کې، د سولې، امنیت او اقلیمي بدلونونو موضوع‌ګانې وارزوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې غونډې په هکله لیکلي:«د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۲۷مه به د کارپوهانو ډله یوه نارسمي غونډه ولري، چې پر افغانستان له تمرکز سره به په‌کې د اقلیمي بدلونونو، سولې او امنیت (IEG) په تړاو په‌کې بحث وشي.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د یوناما مأموریت به د روان زیږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي