د بدخشان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ اړوند سیمع کې د يو سراچه موټر د چپه کېدو له امله ۲ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د ارګو ولسوالۍ د کمالستان د هزاره بېډک په کلي کې رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په خبره، په دې پېښه کې ۲ تنه ځای پر ځای مړه شوي او ۵ نور، چې په کې ۲ ښځې، ۲ ماشومان او يو نارينه شامل دي، ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې ټپيان د فيض آباد ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.
جمهورخبري آژانس