فاریاب کې ۵ معیاري ممیز خونې جوړې شوې دي

7 حوت 1403 ساعت 9:46

د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې ۵ معیاري ممیز(کشمش) خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.


د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې ۵ معیاري ممیز(کشمش) خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره یادې ممیز خونې د فاریاب په شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د داکار ولایتي دفتر په همکارۍ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې ممیز خونو هرې یوه یې په ۳۳ متره مربع مساحت کې جوړه شوې او په مناسبو شرایطو کې د انګورو د وچولو لوړ ظرفیت لري.

فاریاب چې د افغانستان په شمال کې د انګورو او ممیزو یو له سترو تولیدونکو ولایتونو څخه دی، د دې ممیز خونو جوړول به له بڼوالو سره ډېره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com