۰

فاریاب کې ۵ معیاري ممیز خونې جوړې شوې دي

سی شنبه ۷ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې ۵ معیاري ممیز(کشمش) خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
فاریاب کې ۵ معیاري ممیز خونې جوړې شوې دي
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې ۵ معیاري ممیز(کشمش) خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره یادې ممیز خونې د فاریاب په شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د داکار ولایتي دفتر په همکارۍ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې ممیز خونو هرې یوه یې په ۳۳ متره مربع مساحت کې جوړه شوې او په مناسبو شرایطو کې د انګورو د وچولو لوړ ظرفیت لري.

فاریاب چې د افغانستان په شمال کې د انګورو او ممیزو یو له سترو تولیدونکو ولایتونو څخه دی، د دې ممیز خونو جوړول به له بڼوالو سره ډېره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي