۰

جاپان له بې ځایه شویو او اړمنو افغانانو سره ۶ میلیون ډالر مرسته کوي

سی شنبه ۷ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
په کابل کې د جاپان سفیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ( یو این ایچ سي ار) مشر، افغانستان ته د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ په موخه د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دا هوکړه له بیاراستنېدونکو، بې‌ځایه شویو افغانانو او د هغوی له کوربه سیمو څخه د ملاتړ په موخه لاسلیک شوې ده.

د یاد بنسټ په خبره یادو کسانو ته به د ورېښمو تولید او غالۍ اوبدلو، د شنو خونو جوړولو او لبنیاتو تولیدولو اسانتیاوې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاته کړې چې د دې هوکړې موخه د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا او په افغانستان کې د اړمنو وګړو لپاره د کاري بوختیاوو رامنځته کول دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي