۰
د ایران د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال:

طالبان د ایران او پاکستان پر ضد ترهګریز عناصر کاروي

سی شنبه ۷ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د ایران د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال د هرات د امنیتي کنفرانس په دولسم پړاو کې وویل چې طالبان د سیمې د هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان پر وړاندې ترهګریز عناصر کاروي.
طالبان د ایران او پاکستان پر ضد ترهګریز عناصر کاروي
د ایران د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال د هرات د امنیتي کنفرانس په دولسم پړاو کې وویل چې طالبان د سیمې د هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان پر وړاندې ترهګریز عناصر کاروي.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال، علی رضا ګیلپور، په هسپانیه کې د هرات د امنیتي کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل چې طالبان د ایران او پاکستان پر وړاندې له ترهګریزو عناصرو څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د خپلو ګاونډیانو په وړاندې مخدره توکي او اوبه د وسلو په توګه کاروي.

د نوموړي په وینا، په کندهار او کابل کې د طالبانو ترمنځ اختلافات مخ په زیاتیدو دي. د هرات د امنیتي غونډې دولسم پړاو په هسپانیه کې روان دی، چې د افغانستان او سیمې یو شمېر سیاستوال او شنونکي پکې ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي